کابل : د اسلامي همکاریو سازمان د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه علمي ناسته وشوه
(بریانیوزچهار شنبه (۱۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د اسلامي همکاریو سازمان د ډیپلوماټیکو فعالیتونو او د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د هڅو په اړه علمي ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر عمومي رییس او سفیر، ډاکټر محمد بن سعید العیاش، د ډیپلوماسۍ او څو اړخیزو اړیکو په اړه وینا وکړه. د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ، د بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون پکې کړی و
العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر ارزښت، مهمو وسایلو او کاري میکانېزمونو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د اسلامي همکاریو سازمان د تاریخ، بېلابېلو ادارو او تشکیلاتي جوړښت په اړه معلومات ورکړل
نوموړي همدارنګه د دغه سازمان په سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه د شویو پرېکړو یادونه وکړه او د دغو پرېکړو د پلي کېدو په برخه کې یې په کابل کې د سازمان د دفتر رول روښانه کړ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې ناستې موخه د ډیپلوماسۍ په برخه کې د پوهاوي لوړول او د اسلامي همکاریو سازمان د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغه د تعامل په اړه د دولتي مسوولانو د معلوماتو پراخول وو
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2019
-
اخبار افغانستان
1082
-
مقاله
829
-
سیاست
406
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl