news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیمروز : سوداګر د ګمرکي اسانتیاوو او معیاري تمځایونو غوښتنه کوي

نیمروز :  سوداګر د ګمرکي اسانتیاوو او معیاري تمځایونو غوښتنه کوي

نیمروز :  سوداګر د ګمرکي اسانتیاوو او معیاري تمځایونو غوښتنه کوي

(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

په نیمروز ولایت کې یو شمېر سوداګر د دغه ولایت په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د تخلیې، ارزونې او لېږد لپاره د معیاري اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې د ګمرک د تمځایونو وضعیت ښه کړي

سوداګر وایي، د ګمرک په تمځایونو کې د مناسبو امکاناتو نشتوالی د دوی سوداګریز فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي

د دوی په وینا، د توکو د تخلیې او ارزونې لپاره معیاري ځایونه او اړین تجهیزات نه شته، چې له امله یې د سوداګریزو چارو پرمخ وړل له ستونزو سره مل دي

دوی زیاتوي، د ګمرکي تمځایونو خراب وضعیت یوازې د توکو د تخلیې او ارزونې پر بهیر اغېز نه کوي، بلکې د سوداګرو او د مالونو د لېږدونکو موټرچلوونکو لپاره یې هم ستونزمن کاري چاپېریال رامنځته کړی دی

د سوداګرو په خبره، په ژمي کې د سړې هوا او په اوړي کې د ګرمۍ پر مهال د اړینو امکاناتو نشتوالی د دوی ستونزې لا زیاتوي. دوی وایي، په ګمرک کې د مناسب چاپېریال او لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی د سوداګریزو فعالیتونو بهیر ټکنی کړی دی

نیمروز د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه دی؛ له همدې امله سوداګر ټینګار کوي چې د دغه ولایت د ګمرک د تمځایونو بیارغونه، د توکو د ارزونې لپاره د معیاري ځایونو جوړول او د ژمي او اوړي لپاره د اړینو امکاناتو برابرول باید د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto