news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بایننس: د هک شوې ۶.۳ میلیارده ډالرو پانګې ۶ میلیارده مو بېرته جبران کړې

بایننس: د هک شوې ۶.۳ میلیارده ډالرو پانګې ۶ میلیارده مو بېرته جبران کړې

بایننس: د هک شوې ۶.۳ میلیارده ډالرو پانګې ۶ میلیارده مو بېرته جبران کړې

(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د ډیجیټلي اسعارو د راکړې ورکړې ستر شرکت بایننس ویلي، د خپلو مالي زیرمو له لارې یې د هک شوې ۶.۳ میلیارده ډالرو پانګې شاوخوا ۶ میلیارده ډالر بېرته جبران کړي او د پاتې ۳۰۰ میلیونه ډالرو د بېرته ترلاسه کولو لپاره به لا لږ وخت ته اړتیا وي

د بایننس د معلوماتو له مخې، دغه لویه مالي غلا د شمالي کوریا له هکرانو سره تړاو لري چې د شرکت له سیستمونو څخه یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. شرکت ادعا کړې چې د غلا شویو پیسو له ډلې یې شاوخوا درې میلیارده ډالر کنګل کړي دي، څو د هکرانو له خوا د لېږد او کارولو مخه یې ونیول شي

دا پېښه د ډیجیټلي اسعارو په نړۍ کې د یوې تر ټولو لویې سایبري غلا په توګه یاده شوې ده. د پېښې له امله د بایننس پر امنیتي سیستمونو او د ډیجیټلي شتمنیو د ساتنې پر لارو چارو پوښتنې راپورته شوې دي

بایننس ویلي، د خپلو مالي زیرمو په کارولو سره یې د زیانمنو شویو پیسو د جبرانولو هڅې کړې دي. د شرکت په وینا، د پاتې پیسو د بېرته جبران بهیر هم روان دی او تمه ده چې د دې کار لپاره به لږ نور وخت ته اړتیا وي

 دې پېښې یو مهم اړخ دا دی چې د شرکت له لوري د پیسو د جبرانولو ترڅنګ د غلا شویو شتمنیو د کنګل کولو هڅې هم روانې دي؛ خو د ټولو پیسو د بېرته ترلاسه کېدو او د پېښې د بشپړ څرنګوالي په اړه لا نور جزئیات نه دي وړاندې شوي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto