د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو په هواري کې منځګړیتوب وکړي. نوموړي ویلي، د امریکا په ګډون هر هېواد چې د دغو ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي، هرکلی یې کوي.
بریانیوز- یکشنبه، ٩ عقرب ١٤٠٥
دا چې طالبان له پاکستان سره د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د امریکا او نورو هېوادونو منځګړیتوب مني، په حقیقت کې د سیاسي تفاهم او خبرو اترو اهمیت څرګندوي. خو د دې دریځ تر شا یو لوی تناقض پروت دی: طالبان د پاکستان په وړاندې د ستونزو د حل لپاره د نړۍ دروازې ټکوي، خو د خپل ولس په وړاندې یې د خبرو دروازې تړلې او د زور، ګواښ او زندان لارې یې پرانیستې دي.
له پاکستان سره د اختلافاتو د حل لپاره منځګړی غواړي، خو له افغانانو سره د اختلافاتو د حل لپاره نه منځګړی مني، نه سیاسي تفاهم او نه د خلکو اراده. سیاسي مخالفینو ته یې پیغام دا دی چې تسلیم شئ، ولس ته یې پیغام دا دی چې چوپ اوسئ او د واکمنۍ د پرېکړو په وړاندې د اعتراض فکر هم مه کوئ.
که د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړي، څوک دې پوښتنه نه کوي؛ که د خلکو له جیبونو په بېلابېلو نومونو مالیات او محصولونه اخلي، څوک دې د حساب غوښتنه نه کوي؛ که د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي، څوک دې غږ نه پورته کوي. څوک چې د خپل حق غوښتنه وکړي، د بغاوت او مخالفت په نوم له زندان، ګواښ او ځپنې سره مخ کېږي.
د ښځو د زدهکړې، کار او ټولنیز حضور حقونه ترې اخیستل شوي؛ د خلکو د جامو، ږیرو، ویښتانو او شخصي ژوند په اړه د محدودیتونو د لګولو هڅې کېږي. رسنۍ تر فشار لاندې دي، د بیان ازادي محدوده ده او سیاسي فعالیت د زغم وړ نه دی. داسې ښکاري چې د خلکو د ژوند هره برخه باید د واکمنانو د خوښې او فرمان تابع وي.
عجیبه دا ده چې طالبان له پاکستان سره د خبرو لپاره د امریکا منځګړیتوب ته د هرکلي اعلان کوي، خو که یو افغان د خپل حق، خپلې ازادۍ او د خپلو ماشومانو د زدهکړې غوښتنه وکړي، هغه د خبرو وړ انسان نه، بلکې د مخالفت او بغاوت په سترګه ورته کتل کېږي.
که منځګړیتوب د پاکستان سره د ستونزو د حل یوه معقوله لاره وي، نو افغانان ولې د خپلو ستونزو د حل لپاره د خبرو، تفاهم او ملي اجماع حق نه لري؟ ولې د ښځو، سیاسي مخالفینو، مدني فعالانو او عامو خلکو غږ د اورېدو وړ نه دی؟
طالبان باید دا درک کړي چې افغانان د دې خاورې اوسېدونکي دي، نه د فرمانونو د اطاعت لپاره ګمارل شوي خلک. د پاکستان د غوښتنو اورېدل او د افغانانو د غوښتنو ځپل سیاسي انعطاف نه، بلکې ښکاره دوهګونی معیار دی. که له نورو هېوادونو د تفاهم تمه لرئ، لومړی له خپل ولس سره د تفاهم چلند وکړئ؛ ځکه د یوه ملت د خاموشولو په زور تلپاتې واکمني نه شي جوړېدای.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?