news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انقره : د حجاب پر سر د اختلافاتو له امله د اذربایجان او ترکیې اړیکې ترینګلې شوې

انقره : د حجاب پر سر د اختلافاتو له امله د اذربایجان او ترکیې اړیکې ترینګلې شوې

انقره : د حجاب پر سر د اختلافاتو له امله د اذربایجان او ترکیې اړیکې ترینګلې شوې

(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له ځانګړې بلنې سره سره، د ترک‌ټبرو هېوادونو د یووالي او همکاریو په ۱۳مه غونډه کې ګډون نه دی کړی. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نجونو د حجاب پر موضوع سیاسي اختلافات راپورته شوي دي

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په اذربایجان کې په ښوونځیو کې د نجونو پر حجاب له محدودیتونو وروسته، د دغه هېواد چارواکو پر ترکیې تور پورې کړی چې د ورورولۍ او نږدې اړیکو تر نامه لاندې د اذربایجان د خلکو د پارولو او د حکومت پر ضد د تبلیغاتو هڅه کوي

د اذربایجان او ترکیې ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د نږدې سیاسي، کلتوري او ژبنیو اړیکو پر بنسټ ولاړې دي. ترکیې تل اذربایجان خپل کشر ورور بللی، خو د وروستیو څرګندونو له مخې، د اذربایجان ځینو چارواکو د دې تعبیر مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ترکیه د دوی مشره خور او اذربایجان یې کشر ورور نه دی

د حجاب پر موضوع راپورته شوی اختلاف اوس یوازې د ښوونځیو تر پالیسۍ محدود نه ښکاري، بلکې د دواړو هېوادونو په سیاسي اړیکو او د ترک‌ټبرو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر فضا یې هم اغېز کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto