د کندهار په عینو مېنه او منډیګک سیمه کې، چې د ښار له مشهورو او عصري سیمو څخه ګڼل کېږي، د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدو نښې ورځ تر بلې څرګندېږي. د ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د هغو ښځو او ماشومانو شمېر زیات شوی چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د سړکونو پر غاړو سوال کوي.
بریانیوز- پنجشنبه، ٧ عقرب ١٤٠٥
د بریانیوز د راپور له مخې، ځینې ښځې د سړکونو پر غاړو ارزانه توکي ږدي، څو د پلور په پلمه د سوالګرۍ له شرمه ځان وژغوري. د دغو ښځو او ماشومانو یوه برخه هره ورځ ساعتونه د خلکو د مرستې په تمه پر پلي لارو ناست وي او د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لږې مرستې انتظار باسي.
په عینو مېنه کې، چې په پراخو سړکونو، مجللو کورونو او عصري ودانیو مشهوره ده، د سوالګرو ښځو او ماشومانو شتون د شتمنۍ او بېوزلۍ ترمنځ ژور واټن څرګندوي. په داسې حال کې چې د طالبانو د کابینې د ځینو غړو، وزیرانو او مهمو قوماندانانو کورونه او ودانۍ په دې ښارګوټي کې دي، د بېوزلو کورنیو غړي د همدې سیمې پر واټونو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خلکو مرستې ته سترګې په لار دي.
یوې بېوزلې ښځې، چې د عینو مېنې په سړکونو کې سوال کوي، بریانیوز ته ویلي، کله ناکله د مرستې ترلاسه کولو لپاره د طالبانو یا نورو شتمنو کسانو کورونو ته ورځي، خو د ساتونکو له امله د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
هغې ویلي: «د طالبانو او یا هم د نورو کسانو کورونو ته د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي، ځکه هلته ساتونکي او نور کسان ولاړ وي. موږ همداسې نهیلې بېرته د سړک پر سر کښېنو. ټول خلک وږي دي، خو یوازې د مشرانو اولادونه په نس ماړه دي.»
د کندهار پر سړکونو ماشومان هم د خیرات غوښتلو لپاره لیدل کېږي. د راپور له مخې، ځینې ماشومان ان د شپې تر ناوخته پر پلي لارو ناست وي. ځینې یې له خپلو میندو او پلرونو سره یوځای سوال کوي، خو یو شمېر نور یې په یوازې ځان د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کوره راوتلي وي.
د دغو ماشومانو د ژوند وضعیت د زدهکړو، لوبو او خوندي ماشومتوب په اړه هم اندېښنې راپورته کوي. هغه وخت چې ماشومان یې باید په ښوونځي، کور یا د لوبو په چاپېریال کې تېر کړي، د ډوډۍ موندلو لپاره پر سړکونو په انتظار تېرېږي. په ګڼو واټونو کې تګ راتګ او د شپې تر ناوخته له کوره بهر پاتې کېدل هم د هغوی د خوندیتوب اندېښنې زیاتوي.
د مرستو اعلانونه؛ خو د بېوزلۍ د کمېدو پایلې لا هم نامعلومې دي
طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په کابل او نورو ولایتونو کې یې د سوالګرو د پېژندلو او راټولولو بهیر پیل کړی او د مستحقو بېوزلو لپاره یې ځانګړې بودجه بېله کړې ده. د طالبانو د پخوانیو څرګندونو له مخې، هره میاشت زرګونو سوالګرو ته د بانکي سیستم له لارې میلیونونه افغانۍ ورکول کېږي.
خو د دې پروګرام د اغېزمنتیا په اړه کافي او تازه معلومات نه دي خپاره شوي. لا هم روښانه نه ده چې څومره کورنۍ په دغه پروګرام کې شاملې دي، هرې کورنۍ ته څومره پیسې ورکول کېږي او د مستحقو کسانو د پېژندلو لپاره کوم معیارونه په پام کې نیول کېږي.
شنونکي باور لري چې لنډمهاله مالي مرستې د بېوزلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي، خو د بېوزلۍ د دوامدارې کمولو لپاره د کار فرصتونو رامنځته کول، زدهکړو ته لاسرسی، د عاید د ثابتو سرچینو برابرول او د ټولنیز ملاتړ اغېزناک پروګرامونه اړین دي.
افغانستان له څو کلونو راهیسې له بېوزلۍ، بېکارۍ، بشري ناورین او د خوړو د ناامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په راپورونو کې هم په سوېلي ولایتونو، په ځانګړي ډول هلمند او کندهار کې، د زیانمنو کورنیو او له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
په عینو مېنه کې د مجللو کورونو تر څنګ د لوږې له امله د ښځو او ماشومانو سوال کول یوازې د بېوزلۍ یوه صحنه نه ده؛ بلکې د هغو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څرګندونه هم کوي چې زرګونه افغانې کورنۍ یې د ژوند له لومړنیو اړتیاوو سره په مبارزه بوختې کړې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?