اسلاماباد : د پښتو ژبې د پرمختللي ګرامر درسي کتاب مخکتنه وشوه
(بریانیوزپنجشنبه (۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
په پاکستان کې د روسیې سفارت د اکتوبر په ۲۷مه د «پښتو د پرمختللي ګرامر لارښود» په نوم د یوه درسي کتاب د مخکتنې مراسم ترسره کړي، چې پکې د افغانستان او روسیې سفیرانو، د کتاب لیکوال او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و
د دغو مراسمو ګډونوال په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي. خورف، په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب، د کتاب لیکوال او د پاکستان د ملي ژبو پوهنتون (نومل) استاد حفیظالرحمن دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر ډاکټر محمد فاروق انجم او د علمي او رسنیزو بنسټونو یو شمېر استازي وو
د روسیې سفیر په خپله وینا کې وویل، چې په اسلاماباد کې د روسیې په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشران او کړۍ دې حقیقت ته متوجه کړي چې د افغانستان او پاکستان خلک ګډه ژبه لري او د همدې ژبې له لارې د یو بل د ښه درک کولو ځانګړی فرصت لري
خورف ټینګار وکړ چې دا نوښت د اسلاماباد او کابل ترمنځ د اختلافاتو د هواري او پخلاینې لپاره د روسیې د هڅو یوه بله نښه ګڼل کېدای شي
نوموړي وویل، پښتو ژبه کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې ژبه شي؛ لکه څنګه چې د ده په وینا، روسي ژبه هم کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د پخلاینې لپاره رول ولوبوي
د دغه کتاب د مخکتنې مراسم په داسې حال کې ترسره شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، سرحدي ستونزو او سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو او متقابل تفاهم پر اهمیت بحثونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?