news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

لیبیا : دختیځ حکومت د افغان او ایراني وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی

لیبیا : دختیځ حکومت د افغان او ایراني وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی

لیبیا : دختیځ حکومت د افغان او ایراني وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی

(بریانیوزپنجشنبه (۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د لیبیا په ختیځ کې مېشت حکومت د افغانستان او ایران د وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی او اعلان یې کړی چې د دغو دوو هېوادونو اتباع به د ځمکنیو، هوايي او سمندري ټولو لارو له لارې دغه سیمې ته د ننوتلو اجازه نه لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د لیبیا ختیځ حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه پرېکړې د عملي کولو مسوولیت یې د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی دی

د اعلامیې له مخې، هغه افغان او ایراني وګړي چې د استوګنې معتبر جواز ونه لري، له دغه هېواد څخه به وایستل شي

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د لیبیا ختیځ حکومت د روان کال په جون میاشت کې هم د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا د وګړو پر ننوتلو بندیز اعلان کړی و

د دې پرېکړې له مخې، د افغان او ایراني وګړو پر تګ راتګ محدودیتونه پراخېږي، خو په اعلامیه کې د بندیز د عملي کېدو د څرنګوالي او احتمالي استثناوو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto