news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ : د مېتان ګاز د خپرېدو پر مقرراتو د نرمښت اعلان کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ :  د مېتان ګاز د خپرېدو پر مقرراتو د نرمښت اعلان کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ :  د مېتان ګاز د خپرېدو پر مقرراتو د نرمښت اعلان کړی

(بریانیوزچهار شنبه (۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټکساس ایالت ته د خپل انتخاباتي سفر پر مهال د تېلو او ګازو پر شرکتونو د مېتان ګاز د خپرېدو اړوند مقرراتو د نرمولو خبر ورکړی دی

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د دغو مقرراتو نرمول به د انرژۍ د مصرفوونکو او تولیدوونکو لګښتونه شاوخوا ۴۵ میلیارده ډالره راکم کړي او د تېلو او طبیعي ګازو د تولید د زیاتېدو زمینه به برابره کړي

مېتان یو پیاوړی شین‌خونه‌ییز ګاز دی چې فضا ته یې خپرېدل د اقلیم پر بدلون اغېز کوي. د تېلو او ګازو د تولید پر مهال د دغه ګاز د خپرېدو کنټرول د چاپېریال ساتنې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي

ټرمپ ټکساس ته دغه سفر په داسې حال کې کړی، چې د نومبر د درېیمې نېټې منځمهاله ټاکنو ته چمتووالی روان دی. جمهوري‌پال په دغو ټاکنو کې هڅه کوي په کانګرس کې خپل اکثریت وساتي، خو له دیموکراتانو سره له جدي سیالۍ سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto