افغانستان : صادرات ۱۲۵.۷ میلیونه ډالر کم شوي؛ واردات ۶.۶۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلي
(بریانیوزچهار شنبه (۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۹۸.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵.۷ میلیونه ډالر کموالی ښيي
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۶۵۶.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱۶.۳ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي
د شمېرو له مخې، د افغانستان د وارداتو ارزښت د صادراتو په پرتله ډېر لوړ دی. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ترمنځ توپیر شاوخوا ۶ میلیارده او ۵۸.۱ میلیونه ډالرو ته رسېږي
وچې او تازه مېوې د صادراتو مهم توکي
د احصایې او معلوماتو عمومي اداره زیاتوي چې وچې او تازه مېوې او طبي بوټي د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ ونډه لري
په ورته وخت کې، نفتي مواد، روغنیات، ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او د هغوی پرزې د هېواد د وارداتو له مهمو توکو څخه دي
د دغو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات کم شوي، خو واردات یې زیات شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1975
-
اخبار افغانستان
1060
-
مقاله
821
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl