سراج الحق: د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ګډ ایتلاف د افغانستان ستونزې هوارولی شي
(بریانیوزچهار شنبه (۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر، سراج الحق، ویلي چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ ګډ ایتلاف کولی شي د افغانستان ستونزو ته د حل لارې ومومي
نوموړي څرګنده کړې چې د دغو درېیو هېوادونو ګډه همکاري یوازې د افغانستان په مسایلو پورې محدوده نه ده، بلکې د کشمیر، غزې او ایران په ګډون د اسلامي نړۍ د نورو ستونزو په هواري کې هم رول لوبولی شي
سراج الحق د داسې سیمهییزو او اسلامي همکاریو پر ظرفیت ټینګار کړی چې د ګډو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره زمینه برابره کړي
د نوموړي په وینا، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ همغږي کولی شي د سیمې او اسلامي نړۍ د مهمو مسایلو په اړه د ګډ دریځ او همکارۍ لپاره لاره هواره کړي
تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه د یادو هېوادونو د حکومتونو رسمي دریځ نه دی وړاندې شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1975
-
اخبار افغانستان
1060
-
مقاله
821
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl