ولسمشر جو بایډن : ۱۲ پخوانیو چارواکو د غزې په اړه د امریکا د تګلارې د غندلو غوښتنه کړې
(بریانیوزپنجشنبه (۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ۱۲ پخوانیو چارواکو، چې د غزې په تړاو د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې د سیاستونو په اعتراض کې یې له خپلو دندو استعفاوې کړې وې، د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ډیموکرات نوماندانو غوښتي چې د غزې په اړه د امریکا پخوانۍ تګلاره او د دغې تګلارې مسوولان وغندي
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو چارواکو د چهارشنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده. دوی د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۴ کال تر مې میاشتې پورې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په تړاو د امریکا د ملاتړ په اعتراض کې د بایډن له ادارې استعفاوې کړې وې
په اعلامیه کې د ډیموکرات ګوند له هغو کسانو غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره سیالي کوي، ژمنه وکړي چې په خپله راتلونکې اداره کې به هغو پخوانیو چارواکو ته دندې نه ورکوي چې په غزه کې د اسراییلو د پوځي اقداماتو په مستقیم ملاتړ کې یې رول درلود
دغو پخوانیو چارواکو ټینګار کړی چې د راتلونکي حکومت د جوړښت پر مهال باید د غزې په جګړه کې د امریکا د رول او د پوځي ملاتړ په اړه د پخوانیو چارواکو دریځونه په پام کې ونیول شي
دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د غزې جګړه او له اسراییلو څخه د امریکا د ملاتړ موضوع د امریکا په سیاسي بحثونو کې لا هم د اختلاف مهمه موضوع ده. په ځانګړې توګه، د ډیموکرات ګوند دننه د منځني ختیځ د سیاست او د اسراییلو د پوځي عملیاتو په اړه د تګلارې پر سر بېلابېل نظرونه شته
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?