نړیواله ورځ : د مغزي سکتې نړیواله ورځ؛ د پوهاوي، مخنیوي او درملنې پر اهمیت ټینګار
(بریانیوزپنجشنبه (۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د مغزي سکتې نړیواله ورځ هر کال د دې ناروغۍ د خطرونو، د مخنیوي لارو چارو او درملنې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او له ناروغانو څخه د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي
دغه ورځ په ۲۰۰۶ کال کې د مغزي سکتې نړیوال سازمان له خوا رامنځته شوه، څو د دې ناروغۍ د نښو، احتمالي خطرونو او د وخت پر مهال د طبي مرستې د ترلاسه کولو اهمیت ته د خلکو پام واړوي
د مغزي سکتې نړیوال سازمان په ۲۰۱۰ کال کې مغزي سکته د عامې روغتیا په برخه کې بېړنی حالت اعلان کړ. له هغه وخت راهیسې دغه سازمان د عامه پوهاوي د پراختیا او د مغزي سکتې د ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو په برخه کې هڅې کوي
مغزي سکته هغه مهال رامنځته کېږي چې د دماغ یوې برخې ته د وینې جریان بند شي یا په دماغ کې د وینې رګ وشلېږي. د مخ ناڅاپي کږېدل، د یوه لاس یا پښې کمزوري او د خبرو کولو ستونزه یې له مهمو نښو څخه دي. د دغو نښو په څرګندېدو سره باید ناروغ سمدستي روغتون ته ورسول شي، ځکه چې پر وخت درملنه د دایمي معلولیت او مړینې خطر کمولی شي
د وینې د لوړ فشار کنټرول، منظم فزیکي فعالیت، سالمه تغذیه، د سګرټو نه کارول او د شکرې او نورو اړوندو ناروغیو درملنه د مغزي سکتې د خطر په کمولو کې مهم رول لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1982
-
اخبار افغانستان
1062
-
مقاله
823
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl