news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ښځو قاچاق : پاکستان کې له هوايي ډګرونو څخه ۴۰ ښځې د بهر ته د قاچاق د مخنیوي په موخه راګرځول شوې

ښځو  قاچاق : پاکستان کې له هوايي ډګرونو څخه ۴۰ ښځې د بهر ته د قاچاق د مخنیوي په موخه راګرځول شوې

ښځو  قاچاق : پاکستان کې له هوايي ډګرونو څخه ۴۰ ښځې د بهر ته د قاچاق د مخنیوي په موخه راګرځول شوې

(بریانیوزپنجشنبه (۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان د فډرال تحقیقاتو ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې یې له هوايي ډګرونو څخه ۴۰ پاکستانۍ ښځې راګرځولې دي؛ هغه ښځې چې د ادارې په وینا، د ناوړه استفادې لپاره بهر ته د لېږدولو په اړه یې شکونه موجود وو

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې یې د ښځو د قاچاق په تړاو د شاوخوا دوه زره شکایتونو په اړه پلټنې کړې دي، څو د ښځو د لېږد، ناوړه استفادې او احتمالي قاچاق په اړه ترلاسه شوي معلومات وڅېړي او کره یې کړي

د ادارې مرستیال میا اجمل ویلي، چې په کراچۍ کې یې یوه داسې ډله هم نیولې چې د ادعا له مخې، له بېلابېلو سیمو څخه یې سلګونه ښځې راټولولې او سعودي عربستان ته یې د جنسي استثمار او سوالګرۍ لپاره لېږدولې

نوموړي د دغې ډلې د نیولو په اړه معلومات ورکړي، خو د نیول شویو کسانو د شمېر، د ښځو د هویت او د قضیې د قانوني بهیر په اړه یې نور جزئیات نه دي څرګند کړي

د ښځو قاچاق او له هغوی څخه د جنسي استثمار او سوالګرۍ لپاره استفاده د بشري حقونو جدي سرغړونې ګڼل کېږي. د پاکستان د تحقیقاتو اداره وايي، د ورته قضیو په اړه پلټنې د دې لپاره ترسره کېږي چې د قاچاق شبکې وپېژندل شي او د ښځو د استثمار مخه ونیول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto