ملګري ملتونه: د طالبانو ایډیالوژیکې زدهکړې د افغان ځوانانو ترمنځ د افراطپالنې او امنیتي ګواښونو د پراختیا اندېښنې زیاتوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، خبرداری ورکړی چې افغان ځوانان ورځ تر بلې د افراطپالنې له خطر سره مخ کېږي او دا وضعیت په راتلونکي کې د امنیتي ګواښونو لامل کېدای شي.
بریانیوز- پنجشنبه، ٧ عقرب ١٤٠٥
بېنټ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په اوومه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې درېیمې کمېټې ته په نیویارک کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال، د افغانستان پر ځوان نسل د اوسني وضعیت د اوږدمهاله پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه ویلي، طالبان د خپلو هغو «ځپونکو او تبعیضي» سیاستونو د اصلاح او بدلون لپاره هېڅ لېوالتیا نه ښيي چې د افغانانو پر ژوند، په ځانګړي ډول د ځوان نسل پر راتلونکي، اغېز کوي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې تر دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت، د ایډیالوژیکو زدهکړو د پراختیا او وسلهوالو ډلو ته د کمعمره کسانو د جذب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د تېر کال په سلواغه میاشت کې په یوه راپور کې د افغانستان د ښوونیز نظام د بدلونونو او د افراطپالنې پر پراختیا د هغو د احتمالي اغېزو په اړه د ځینو کارپوهانو اندېښنې رااخیستې دي.
د راپور له مخې، طالبانو د افغانستان په ښوونیز نظام کې بدلونونه راوستي او هڅه یې کړې چې خپل ایډیالوژیک لیدلوری د ځوان نسل ترمنځ پیاوړی کړي.
دغه اداره د طالبانو له قوله لیکي چې په افغانستان کې د ثبت شویو دیني مدرسو شمېر د تېر کال تر زمري میاشتې شاوخوا ۲۳ زرو ته رسېدلی و.
همداراز، د «او ډي ای ګلوبل» څېړنیز بنسټ د وږي میاشتې په یوه خپره کړې څېړنه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو دیني ښوونیز نظام ښايي په اوږدمهال کې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د نړیوالو بنسټونو دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د ځوان نسل د زدهکړو، فکري ودې او راتلونکي په اړه د طالبانو د ښوونیزو سیاستونو اغېزې د بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?