د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله نږدې پنځه برابره زیات شوی، سره له دې چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.
بریانیوز- پنجشنبه، ٧ عقرب ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د تریاکو ټولیز تولید په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۰۰ ټنه و، خو په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د راپور له مخې، د کوکنارو د کښت ساحه هم د پام وړ پراخه شوې ده. په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرل شوې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه، خو په ۲۰۲۶ کال کې دا اندازه له ۴۳ زره هکټارو زیاته شوې ده.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، خو د وخت په تېرېدو د دغه فرمان عملي کول له ستونزو سره مخ شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید زیاتوالی داسې مهال رامنځته کېږي، چې یو شمېر بزګران د قانوني کرنیزو محصولاتو له کمې ګټې شکایت کوي. د دوی په وینا، د نورو کرنیزو محصولاتو عاید د کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او د خپلو ماشومانو د خوراکي توکو برابرول ورته ستونزمن شوي دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1987
-
اخبار افغانستان
1068
-
مقاله
824
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl