news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملا هبت‌الله د ظالم امیر اطاعت عقیده ګرځوي؛ دین د سیاسي قدرت د ساتنې وسیله کوي

ملا هبت‌الله د ظالم امیر اطاعت عقیده ګرځوي؛ دین د سیاسي قدرت د ساتنې وسیله کوي

مولوي رحمت‌الله انډړ د ملا هبت‌الله اخوند په یوه کتاب کې د حاکم د اطاعت په اړه مطرح شوي لیدلوري تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي یې دي، چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیز ښکاره ظلم دی او هغه کسان چې دغه بندیز عملي کوي، باید د ظلم په پلي کولو کې د حاکم د اطاعت د مسئلې په اړه ځواب ووایي.

بریانیوز- جمعه، ٨ عقرب ١٤٠٥

انډړ په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې، چې که د ملا هبت‌الله اخوند په کتاب کې راغلي وي، چې د امیر د ظلم په امر اطاعت لازم نه دی، خو که خپله امیر ظلم کوي، بیا یې هم اطاعت واجب او پر وړاندې یې بغاوت ناروا دی، نو د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د دغه حکم شرعي او فقهي توجیه څه ده؟

نوموړي پوښتنه کړې، چې پر نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیز ظلم نه دی؟ ایا د دغه بندیز امر په ظلم کې د اطاعت معنا نه لري؟ او هغه کسان چې دغه حکم عملي کوي، ایا په دې توګه د ظلم په ترسره کولو کې د امیر اطاعت نه کوي؟

مولوي رحمت‌الله انډړ په خپله لیکنه کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله تاریخي دریځ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې امام ابوحنیفه د اموي او عباسي واکمنیو د ظلم سخت منتقد و، د دواړو واکمنیو رسمي منصبونه یې رد کړي وو او د علویانو د پاڅونونو ملاتړ یې کړی و.

د نوموړي په وینا، امام ابوحنیفه د علویانو د پاڅونونو په اړه داسې دریځ درلود، چې د ظالمو واکمنانو پر وړاندې مبارزه یې روا بلله او د زید بن علي د پاڅون ملاتړ یې کاوه. انډړ پوښتنه کړې، چې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله د دغه تاریخي دریځ او د ځینو متأخرو علماوو د لیدلوري ترمنځ موجود توپیر څنګه توجیه کېدای شي؟

نوموړي د حنفي فقهې د یوه معتمد عالم، ابوبکر الجصاص، د «احکام القرآن» کتاب ته په اشارې ویلي، چې الجصاص د امام ابوحنیفه د مذهب په اړه لیکلي دي:

«وكان مذهبه مشهورًا في قتال الظلمة وأئمة الجور»

ژباړه: د امام ابوحنیفه مذهب د ظالمانو او ظالمو واکمنانو پر وړاندې په وسله‌واله مبارزه مشهور و.

انډړ د زید بن علي د پاڅون په اړه د الجصاص څرګندونې هم رااخیستې دي. الجصاص لیکلي، چې د امام ابوحنیفه او زید بن علي قضیه مشهوره ده، امام ابوحنیفه هغه ته مالي مرسته استولې وه او خلکو ته یې په پټه فتوا ورکوله، چې د زید ملاتړ او د هغه تر څنګ جګړه کول واجب دي.

په «احکام القرآن» کې د الجصاص عبارت داسې دی:

«وقضيته في أمر زيد بن علي مشهورة، وفي حمله المال إليه وفتياه الناس سرًّا في وجوب نصرته والقتال معه»

ژباړه: د زید بن علي په اړه د امام ابوحنیفه دریځ مشهور دی؛ هغه زید ته مالي مرسته ورولېږله او خلکو ته یې په پټه فتوا ورکوله، چې د هغه ملاتړ او ورسره جګړه کول واجب دي.

انډړ ټینګار کړی، چې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله فقهي تګلاره یوازې د ظالم حاکم پر وړاندې دعا کول نه وو، بلکې د هغه پر وړاندې یې د پاڅونونو ملاتړ او د ظلم د مخنیوي لپاره عملي دریځ هم درلود.

نوموړي په خپله لیکنه کې درېیمه پوښتنه هم مطرح کړې او ویلي یې دي، چې د ظالم حاکم پر وړاندې د خروج، اطاعت او عزل مسئله په اصل کې یوه سیاسي ـ فقهي موضوع ده، نه د توحید، نبوت او آخرت په څېر بنسټیزه عقیدوي مسئله.

هغه پوښتنه کړې، چې ملا هبت‌الله اخوند ولې د ظالم حاکم پر وړاندې د خروج او اطاعت موضوع په خپل کتاب کې د عقیدې په نهه اویایمه مسئله کې ځای کړې ده؟

مولوي رحمت‌الله انډړ د خپلې دې اندېښنې د تاریخي او فکري مخینې په تړاو د نولسمې پېړۍ د اصلاح‌پلوه عالم او مفکر عبدالرحمن الکواکبي نظریاتو ته هم اشاره کړې ده.

د نوموړي په وینا، الکواکبي هغه علما او فقهاء د «فقهاء الاستبداد» یا د استبداد ملاتړي فقهاء ګڼل، چې سیاسي استبداد ته دیني توجیهات برابروي او شرعي نصوص د واکمنانو د ګټو مطابق تفسیر کوي.

الکواکبي په خپل کتاب «طبائع الاستبداد ومصارع الاستعباد» کې پوښتنه کړې، چې د استبداد ملاتړو فقهاؤ دا نظریه له کومه کړې، چې واکمنان یې له حساب او مسؤولیت څخه لوړ ګڼلي دي؟

هغه لیکلي دي: «ومن يدري من أين جاء فقهاء الاستبداد بتقديس الحكام عن المسئولية حتى أوجبوا لهم الحمد إذا عدلوا...؟»

ژباړه: څوک پوهېږي چې د استبداد ملاتړو فقهاؤ دا نظریه له کومه راوړې، چې واکمنان یې له مسؤولیت او حساب ورکولو څخه سپېڅلي ګڼلي، تر دې چې که عدالت وکړي، ستاینه یې واجب بولي...؟

انډړ د خپلې لیکنې په پای کې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت له مخې حاکم، امیر او خلیفه داسې غیرمسؤول او له حساب ورکولو پورته شخص نه دی، چې نه ولس ته ورښکاره کېږي، نه د خلکو پوښتنې او اندېښنې اوري او نه د هغوی د ستونزو په اړه حساب ورکوي.

د نوموړي په وینا، یو شرعي حاکم باید د خلکو له ژوند، لوږې، فقر، غم، درد او ستونزو خبر وي او د ولس د وضعیت په اړه مسؤولیت ومني. هغه زیاتوي، چې واکمن باید د تقدس تر نامه لاندې ځان له خلکو لرې نه کړي او خلک یوازې خپل اطاعت ته راونه بولي؛ ځکه د ده په باور، دا د شرعي امیر او اسلامي حکومت ځانګړنې نه دي.

یادونه: زید بن علي بن الحسین بن علي بن ابي‌طالب، د امام علي زین‌العابدین زوی او د حضرت حسین رضي‌الله‌عنه لمسی و. نوموړي په ۱۲۲ هجري قمري، چې له ۷۴۰ میلادي کال سره سمون خوري، د کوفې په ښار کې د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک پر وړاندې پاڅون وکړ.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto