اروپايي ټولنه: له ۱۹۹۴ کال راهیسې مو له افغانستان سره دوه میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي
اروپايي ټولنه: له ۱۹۹۴ کال راهیسې مو له افغانستان سره دوه میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي
(بریانیوزجمعه (۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې له افغانانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکونې له هڅو څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی
اروپايي ټولنې ویلي، له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا دوه میلیارده یورو بشري مرستې برابرې کړې دي. د دغو مرستو له ډلې ۳۲۰ میلیونه یورو یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي
دغه ټولنې د غونډې په پای کې د نړیوالو لارو چارو پر جوړولو ټینګار کړی، څو د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو، حقونه خوندي شي او هغوی وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکي او برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري
اروپايي ټولنې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې باید نړیوالې هڅې دوام ومومي
بل لور ته، د افغانستان اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې په هېواد کې د بشري حقونو تامین د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تر بل هر وخت ښه شوی دی. د اسلامي امارت چارواکي د خپلو دریځونو په دفاع کې د شریعت پر احکامو ټینګار کوي، خو د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت په اړه یې محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1993
-
اخبار افغانستان
1070
-
مقاله
824
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl