شمالي کوریا : د مرګ د اوازو له رد کېدو وروسته کیم جونګ اون د ډرون الوتکو په نندارتون کې راڅرګند شو
شمالي کوریا : د مرګ د اوازو له رد کېدو وروسته کیم جونګ اون د ډرون الوتکو په نندارتون کې راڅرګند شو
(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد د جوړو شویو بېپیلوټه الوتکو په یوه لوی نندارتون کې راڅرګند شوی او د دغه ډول پوځي ټکنالوژۍ د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده
د نوموړي دا څرګندېدل وروسته له هغې دي چې په وروستیو کې د هغه د مړینې په اړه اوازې خپرې شوې وې، خو د ډرون الوتکو په نندارتون کې یې ګډون دغه راپورونه رد کړل
کیم جونګ اون د نندارتون پر مهال ویلي، شمالي کوریا باید د بېلابېلو موخو لپاره د کارېدونکو ډرون الوتکو په جوړولو کې داسې پرمختګ وکړي چې په دې برخه کې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه غوره او ځانګړې واوسي
نوموړي ټینګار کړی چې د څو موخو لپاره د کارېدونکو ډرونونو جوړول باید د هېواد د پوځي او تخنیکي پرمختګ له مهمو لومړیتوبونو څخه وي
شمالي کوریا په وروستیو کلونو کې د خپلو پوځي وړتیاوو د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي او د توغندیزو ازموینو ترڅنګ یې د بېپیلوټه الوتکو پر جوړولو او کارولو هم تمرکز کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2001
-
اخبار افغانستان
1074
-
مقاله
826
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl