پېښور او اسلاماباد : د مولانا فضلالرحمان اړوندو ودانیو ته د نړولو خبرداری ورکړل شوی
(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
په خیبر پښتونخوا او اسلاماباد کې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضلالرحمان له کورنۍ او ګوند سره تړلو ودانیو ته د نړولو خبرداری ورکړل شوی او د دغو ودانیو د قانوني وضعیت په اړه اختلافات راپورته شوي دي
په خیبر پښتونخوا کې د صوبایي حکومت چارواکي وایي، په پېښور کې د مولانا فضلالرحمان د پلار په نوم د ګوند اړوند یوه ماڼۍ د عامه تګلارې ۵۲ فوټه برخه نیولې ده. د چارواکو په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره د ودانۍ د دېوال او یوې برخې د ړنګولو پرېکړه شوې ده
بل لور ته، په اسلاماباد کې هم د مولانا فضلالرحمان اړوند یو کور د ودانیو د نقشې او قانوني وضعیت په ارزونه کې شامل شوی دی. اړوندو چارواکو د یاد کور مسوولانو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې د ودانۍ شاوخوا غیرقانوني جوړ شوي خنډونه لرې کړي، کنه د ړنګولو له اقدام سره به مخ شي
په همدې حال کې د مولانا فضلالرحمان پلویانو د دغو ودانیو د ساتنې په اړه توند دریځ نیولی او ویلي یې دي چې د خپلو ودانیو د خوندیتوب لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي
د دې موضوع له امله د ګوند د پلویانو او حکومتي ادارو ترمنځ د احتمالي کړکېچ اندېښنې هم راپورته شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1998
-
اخبار افغانستان
1074
-
مقاله
826
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl