news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جرمني صدراعظم : د شمالي او سویلي کوریا د بیا یوځای کېدو هیله څرګنده کړې

د جرمني صدراعظم :  د شمالي او سویلي کوریا د بیا یوځای کېدو هیله څرګنده کړې

د جرمني صدراعظم :  د شمالي او سویلي کوریا د بیا یوځای کېدو هیله څرګنده کړې

(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا خاورې ته هم ورغلی او د دواړو کوریاوو ترمنځ یې د اوږدې مودې بېلتون ته اشاره کړې ده

میرڅ ویلي، ۳۶ کاله وړاندې د جرمني وېشل شوې خاوره بېرته سره یوځای شوه او له همدې امله د کوریا ټاپووزمې د ۷۳ کلن وېش او د خلکو د بېلتون درد په ښه توګه درک کولای شي

نوموړي د کوریا د وېش په اړه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ هیله ښودلې چې شمالي او سویلي کوریا به یوه ورځ خپل اختلافات حل او د یوه متحد هېواد په توګه به بېرته سره یوځای شي

د جرمني صدراعظم د خپل هېواد د بیا یوځای کېدو تجربې ته په اشارې ویلي، د بېلتون پای ته رسېدل او د خلکو یو موټی کېدل د دواړو ټولنو لپاره ارزښتناک هدف دی

شمالي او سویلي کوریا له ۱۹۵۳ کال راهیسې، د کوریا د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په دوو جلا دولتونو وېشل شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto