هند : درې قصابانو ته د غوا د حلالولو او غوښې پلورلو په تور د عمر قید سزا ورکړل شوې
(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د هند د ګجرات ایالت یوې محکمې درې قصابان د غوا د حلالولو او د هغې د غوښې پلورلو په تور په عمري بند محکوم کړي دي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، قاضي د حکم د صادرولو پر مهال ویلي چې د غواګانو د نسل د ساتنې لپاره باید د قانون له مخې سختې سزاوې ورکړل شي، ځکه د نوموړي په وینا، که دا ډول سزاوې عملي نه شي، د غواګانو نسل به له منځه ولاړ شي
په هند کې غوا د هندوانو په مذهبي باورونو کې ځانګړی ځای لري او ډېری هندوان هغې ته سپېڅلی حیوان او د مور په سترګه ګوري. د همدې مذهبي او کلتوري باورونو له امله د دغه هېواد په ګڼو ایالتونو کې د غوا حلالول، د غوښې ساتل او پلورل د ځانګړو قوانینو له مخې منع یا محدود شوي دي
د هند د غوا ساتنې قوانین په بېلابېلو ایالتونو کې توپیر لري او د سرغړونې لپاره یې سزاوې هم یو شان نه دي. د ګجرات په ګډون په ځینو ایالتونو کې د غوا د حلالولو او د غوښې د ناقانونه سوداګرۍ لپاره سختې جزاګانې ټاکل شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2004
-
اخبار افغانستان
1075
-
مقاله
826
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl