ناقانونه کډوالۍ : هالنډي ځواکونو د ۳۶ افغانانو ډکه کښتۍ له ډوبېدو وژغورله؛ دوه شکمن قاچاقبران نیول شوي
ناقانونه کډوالۍ : هالنډي ځواکونو د ۳۶ افغانانو ډکه کښتۍ له ډوبېدو وژغورله؛ دوه شکمن قاچاقبران نیول شوي
(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
هالنډي ځواکونو د دغه هېواد د کادزاند سیمې ساحل ته څېرمه یوه کښتۍ له ډوبېدو ژغورلې چې ۳۶ افغان وګړي پکې سپاره وو. د راپورونو له مخې، کښتۍ د هالنډ ساحلي اوبو ته نږدې له خطر سره مخ شوې وه او د سپرو کسانو د ژغورنې لپاره هالنډي ځواکونه سیمې ته ورغلي وو
په کښتۍ کې سپاره ټول ۳۶ افغانان له ډوبېدو ژغورل شوي دي. د پېښې په تړاو دوه تنه افریقايي وګړي هم نیول شوي چې د قاچاقبرانو په توګه پرې شک کېږي. تر اوسه د هغوی د هویت، تابعیت او د پېښې په تړاو د احتمالي تورونو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د راپور له مخې، لا څرګنده نه ده چې دغه افغانان د پناه غوښتنې په موخه هالنډ ته روان وو او که یې بل منزل درلود. همدارنګه، دا هم نه ده روښانه شوې چې کښتۍ له کوم ځایه حرکت کړی و او د سفر وروستی هدف یې کوم هېواد و
له ژغورل شویو کسانو څخه یو افغان وګړی د روغتیايي مرستو ترلاسه کولو لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی. د نورو سپرلیو د روغتیايي وضعیت او د پېښې د څرنګوالي په اړه تر اوسه بشپړ جزئیات نه دي وړاندې شوي
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اروپا پر لور د ناقانونه کډوالۍ په هڅه کې د سمندري لارو کارول د ګڼو کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي. د کښتیو د ډوبېدو او د سمندر په منځ کې د مرګونو پېښو له امله هر کال ګڼ کسان له سختو خطرونو سره مخ کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?