رياض: د حوثیانو د احتمالي بریدونو اندېښنې؛ سعودي په جده او رابغ کې هم ښوونځي انلاین کړل
(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د سعودي عربستان چارواکو د امنیتي اندېښنو او د حوثيانو د احتمالي بریدونو د وېرې له امله په جده او رابغ ښارونو کې د ښوونځیو تدریسي چارې هم انلاین بڼې ته اړولې دي. د دې پرېکړې له مخې، زدهکوونکي به د ښوونځیو پر ځای له خپلو کورونو څخه درسونه تعقیبوي
تر دې مخکې په پلازمېنه ریاض کې هم د ښوونځیو تدریسي چارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې انلاین شوې وې؛ خو د دغه پرېکړې موده یو ځل بیا غځول شوې او زدهکوونکي به د یوې بلې مودې لپاره له کوره زدهکړو ته دوام ورکوي
د دې اقدام له پراخېدو سره اوس جده او رابغ هم د هغو سیمو په کتار کې شامل شوي چې ښوونیز فعالیتونه یې د حضوري زدهکړو پر ځای انلاین ترسره کېږي. دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د حوثيانو د احتمالي بریدونو په اړه امنیتي اندېښنې مطرح دي
د ښوونځیو د انلاین کېدو پرېکړه د زدهکوونکو او ښوونکو د خوندیتوب لپاره یو احتیاطي اقدام بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2007
-
اخبار افغانستان
1075
-
مقاله
827
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl