امریکا : د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې په حل کې د رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی
(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، واشنګټن چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو اختلافاتو او شخړو د هواري لپاره رغنده او ګټور رول ولوبوي
نوموړي دا څرګندونې د شلو سترو اقتصادونو (جي ۲۰) غونډې په څنډه کې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، پاکستان اندېښنه لري چې وسلهوال کسان له افغانستانه دغه هېواد ته اوړي او د طالبانو حکومت یې د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د پاکستان اندېښنې مطرح کړې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د امنیتي مسایلو، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د سرحدي وضعیت پر سر اړیکې له کړکېچ سره مخ دي
پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د دغه هېواد پر ضد بریدونه په افغانستان کې د مېشتو وسلهوالو له لوري تنظیمېږي؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد خپله مسئله بللې ده
په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ورکړل شوي معلومات یو اړخیز دي او یوازې هغه معلومات دي چې پاکستان ورته وړاندې کړي دي
د طالبانو ویاند په دې توګه د امریکا د څرګندونو پر معلوماتي سرچینو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان او پاکستان د شخړې په اړه باید یوازې د یوه لوري پر روایتونو قضاوت ونه شي
تر اوسه د امریکا د احتمالي منځګړیتوب د څرنګوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د کوم مشخص پلان په اړه جزئیات نه دي وړاندې شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?