زلمي خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پراخېدو پر ځای باید د کړکېچ د کمولو لپاره هوکړه وشي
زلمي خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پراخېدو پر ځای باید د کړکېچ د کمولو لپاره هوکړه وشي
(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو او یوې ګډې هوکړې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې پراخېدل او په دې شخړه کې د نورو هېوادونو ښکېلتیا به وضعیت نور هم پېچلی کړي
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دې پر ځای چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پراخه شي او هند یا روسیه د افغانستان په ملاتړ په دغه شخړه کې ښکېل شي، غوره لار دا ده چې دواړه هېوادونه د کړکېچ د کمولو لپاره جدي هڅې وکړي او یوې متقابلې هوکړې ته ورسېږي
نوموړي وړاندیز کړی چې کابل او اسلاماباد باید داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې دواړه لوري ژمنه وکړي، هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي
د خلیلزاد په وړاندیز شوې هوکړه کې باید د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او داعش په ګډون د ټولو هغو ډلو فعالیتونه په پام کې ونیول شي چې د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي. د ده په وینا، د داسې ژمنې عملي کول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ او امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره زمینه برابره کړي
خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې اوس د پاکستان وار دی چې په دې برخه کې عملي اقدام وکړي د نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو، سرحدي امنیت او د یو بل پر ضد د خاورې د کارولو په اړه اختلافونه لا هم د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې ساتلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?