ایران: د سیمې روان بدلونونه مو د افغانستان له وضعیت څخه نه دي غافل کړي
(بریانیوزسه شنبه (۱۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې په سیمه کې روان بدلونونه د دې لامل شوي نه دي چې تهران د افغانستان اړوند پرمختګونه او له دغه هېواد سره تړلي سیمهییز امنیتي موضوعات له پامه وغورځوي
بقایي زیاته کړې، چې ایران د افغانستان د اړوندو مسایلو د حل او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د شانګهای همکاریو سازمان او د مسکو فارمټ په غونډو کې ګډون کړی دی
د نوموړي په وینا، ایراني استازو د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم خبرې کړې او د افغانستان په تړاو یې د دغه سیمهییز بهیر پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو څرګندونو کې د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره تړلي امنیتي مسایل د سیمې د هېوادونو لپاره مهم بللي او څرګنده کړې یې ده چې تهران د دغو موضوعاتو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2015
-
اخبار افغانستان
1082
-
مقاله
828
-
سیاست
405
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl