مالیزیا : د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره غونډې جوړوي
(بریانیوزسه شنبه (۱۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي به د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه له دولتي او مالي بنسټونو سره ځانګړې غونډې ترسره کړي
د نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې په اروپا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې د ډیجیټلي زېربناوو پر وړاندې سایبري بریدونه ترسره شوي دي
انور ابراهیم د مالیزیا په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي، چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ، د یمن او سره سمندرګي وضعیت او په اروپا کې امنیتي ګواښونه کولای شي د مالیزیا د خلکو پر امنیت، اقتصادي ثبات او ملي ګټو اغېز وکړي
نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد اړوند ادارې باید د دغو احتمالي ګواښونو د مخنیوي او د هغوی د پایلو د مدیریت لپاره لازم چمتووالی ولري
د مالیزیا حکومت په پام کې لري، چې له دولتي او مالي ادارو سره د مشورو له لارې د امنیتي وضعیت ارزونه وکړي او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ او چمتووالي کچه لوړه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2015
-
اخبار افغانستان
1082
-
مقاله
828
-
سیاست
405
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl