زلمي خلیلزاد : د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې ناسمې بللې: افغانستان د پاکستان له جوړېدو پېړۍ وړاندې خپلواک هېواد و
زلمي خلیلزاد : د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې ناسمې بللې: افغانستان د پاکستان له جوړېدو پېړۍ وړاندې خپلواک هېواد و
(بریانیوزسه شنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال چوهدري هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې افغانستان یې د یوه هېواد په توګه نه دی منلی
خلیلزاد ویلي، د افغانستان په اړه دا ډول ادعاوې د نړیوالو قوانینو او تاریخي واقعیتونو له مخې ناسمې دي او افغانستان د پاکستان له جوړېدو پېړۍ پېړۍ وړاندې د یوه خپلواک هېواد په توګه شتون درلود
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان اوږد تاریخي او سیاسي هویت لري او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې شتون د پاکستان له رامنځته کېدو سره تړاو نه لري
خلیلزاد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله هغه تګلاره بدله کړي چې د ده په وینا، له خطرونو ډکه او ناکامه ده. نوموړي ویلي، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو پر ځای باید د متقابل درناوي او همکارۍ لپاره زمینه برابره شي
هغه زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د مثبتو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وکړي. د نوموړي په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لاره باید د سیاسي تفاهم، خبرو اترو او د یو بل د خپلواکۍ د درناوي له لارې ولټول شي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سیاسي اختلافونو، امنیتي اندېښنو او د سرحدي کړکېچونو له امله اړیکې ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لفظي ناندرۍ هم دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?