سټیو ویتکاف : د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین کاري مذاکرات په ابوظبۍ کې ترسره کېږي
سټیو ویتکاف : د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین کاري مذاکرات په ابوظبۍ کې ترسره کېږي
(بریانیوزسه شنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي، واشنګټن به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د کاري کچې خبرو اترو منځګړیتوب وکړي
د ویتکاف په وینا، په دغو مذاکراتو کې به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امنیتي ترتیباتو، د کړکېچ د کمولو، بشري مرستو او د سولې د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه بحثونه وشي
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا مذاکره کوونکي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم د اروپايي هېوادونو او ناټو له استازو سره وګوري
د هغه په خبره، په بروکسل کې به د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو او د دغه هېواد د بیارغونې په اړه خبرې وشي. دا لیدنې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي او امنیتي لارو چارو موندل دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2011
-
اخبار افغانستان
1080
-
مقاله
828
-
سیاست
405
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl