لاوروف: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سیمهییزې همکارۍ اساسي اهمیت لري
(بریانیوزچهار شنبه (۱۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزې اجماع د رامنځته کولو او له دغه هېواد سره د تړلو ننګونو د ارزونې لپاره یو له مهمو سیمهییزو چوکاټونو څخه دی
لاوروف د سېشنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د یوروشیا د امنیت په څلورم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې یوه میاشت وړاندې د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه په مسکو کې جوړه شوې وه، چې د کابل یوه لوړپوړي پلاوي هم پکې ګډون کړی و
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د افغانستان د مسایلو د حل او د اړوندو بهیرونو د پرمختګ لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري بنسټیز اهمیت لري. د نوموړي په وینا، له سیمې بهر لوبغاړي نه شي کولای د سیمهییزو همکاریو د میکانیزمونو ځای ونیسي
لاوروف د مسکو فارمټ د داسې یوه چوکاټ په توګه یاد کړ، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه د ګډ دریځ او اجماع د رامنځته کولو زمینه برابروي او د دغه هېواد د ثبات، امنیت او سیمهییزو همکاریو اړوند موضوعات څېړي
د مسکو فارمټ اتمه غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په پنځمه د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان اړوند سیمهییزې مسئلې او د همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې تر بحث لاندې نیول شوې وې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?