news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هندوستان : د ۵.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت اته پرمختللې جنګي بیړۍ جوړوي

هندوستان : د ۵.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت اته پرمختللې جنګي بیړۍ جوړوي

هندوستان : د ۵.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت اته پرمختللې جنګي بیړۍ جوړوي

(بریانیوزپنجشنبه (۱۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

هند د خپل سمندري ځواک د پیاوړتیا لپاره له دوو کورنیو بېړۍ جوړوونکو شرکتونو سره د ۵.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د اتو نوې نسل جنګي بېړیو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي

د هند د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د نومبر په دویمه د ګارډن ریچ شپ‌بلډرز او ګوا شپ‌یارډ  شرکتونو سره لاسلیک شوي دي. د تړون له مخې، پنځه جنګي بېړۍ به لومړی شرکت او درې نورې به دویم شرکت جوړوي. دا بېړۍ به د هند د سمندري ځواکونو لپاره طرحه او په کور دننه تولید شي

د نویو جنګي بېړیو وزن به نږدې ۴ زره او ۹۵۰ ټنو ته رسېږي او اوږدوالی به یې شاوخوا ۱۲۷ متره وي. دغه بېړۍ به په پرمختللو راداري، څارنیزو او دفاعي سیستمونو سمبالې وي او د هوا، سمندر پر مخ او د اوبو لاندې د پوځي عملیاتو وړتیا به ولري

د دغو بېړیو په وسلو کې د بېړیو ضد توغندي، له هوايي بریدونو سره د مقابلې توغندیز سیستمونه او د اوبتلونو د هدف ګرځولو لپاره تورپیډوګانې شاملې دي. همداراز، د پرمختللو حساسو تجهیزاتو او چټک حرکت وړتیا به یې د سمندري عملیاتو پر مهال اغېزمنتیا زیاته کړي

د راپورونو له مخې، د لومړنیو بېړیو سپارل به تر ۲۰۳۰ کال پورې پیل شي او د ټولو اتو بېړیو د جوړولو بهیر به په راتلونکو کلونو کې بشپړ شي

هند په پام کې لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپل سمندري ځواک شمېر له ۲۰۰ څخه زیاتو جنګي بېړیو او اوبتلونو ته ورسوي. دا پروګرام د دغه هېواد د سمندري ځواک د پراختیا او د کورني دفاعي صنعت د پیاوړتیا د پراخې تګلارې یوه برخه ده 

د هند دفاعي چارواکي وايي، د نویو بېړیو په جوړولو سره به د دغه هېواد سمندري ځواک د سوداګریزو لارو د ساتنې، د ساحلي سیمو د دفاع او د اوبتلونو پر وړاندې د عملیاتو په برخه کې پیاوړی شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto