news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام آباد: برېټانیا هم د پاکستان له دریځ سره همغږې شوه؛ ټي‌ټي‌پي یې د سیمې امنیت ته ګواښ وبلله

اسلام آباد: برېټانیا هم د پاکستان له دریځ سره همغږې شوه؛ ټي‌ټي‌پي یې د سیمې امنیت ته ګواښ وبلله

اسلام آباد: برېټانیا هم د پاکستان له دریځ سره همغږې شوه؛ ټي‌ټي‌پي یې د سیمې امنیت ته ګواښ وبلله

(بریانیوزپنجشنبه (۱۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د برېټانیا او پاکستان لوړپوړو پلاویو په اسلام‌اباد کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي؛ په دې ناسته کې برېټانوي لوري هم د پاکستان له هغه دریځ سره موافقه ښودلې چې له مخې یې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو استازو د افغانستان اړوند مسایلو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي دي. د پاکستان لوري هڅه کړې چې د دغه تحریک فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره د یوې ګډې اندېښنې په توګه مطرح کړي او د برېټانیا ملاتړ هم ترلاسه کړي

د برېټانوي لوري له خوا د پاکستان له دې دریځ سره همغږي په داسې وخت کې څرګندېږي چې اسلام‌اباد په وروستیو کلونو کې په وار وار پر کابل تور پورې کړی چې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ته یې په خپله خاوره کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده؛ خو افغان حکومت دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto