د ملګرو ملتونو : ځانګړې استازې راستنو شویو افغان ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ژمنه کړې
د ملګرو ملتونو : ځانګړې استازې راستنو شویو افغان ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ژمنه کړې
(بریانیوزچهار شنبه (۱۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رباب فاطمې ژمنه کړې چې افغانستان ته راستنېدونکو ښځو او نجونو ته به د حیاتي روغتیايي خدمتونو، رواني ملاتړ او ټولنیزو مرستو د پراختیا په برخه کې ملاتړ ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په افغانستان کې ویلي، رباب فاطمې دا ژمنه د تورخم په عمري کمپ کې د ولادي بیړنیو خدمتونو له یوه روغتیايي مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړې ده
د سرچینې په وینا، نوموړې په دغه مرکز کې د میندو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له نږدې لیدلی او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د فعالیتونو او هڅو یې ستاینه کړې ده
د یاد صندوق د معلوماتو له مخې، د مرستو په دغو پروګرامونو کې د راستنېدونکو ښځو او تنکیو نجونو لپاره د میندو روغتیايي خدمتونه، رواني ملاتړ او ټولنیزې مرستې شاملې دي؛ هغه خدمتونه چې د افغانستان ته د راستنېدو پر مهال د ښځو او نجونو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2023
-
اخبار افغانستان
1085
-
مقاله
829
-
سیاست
408
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl