لاوروف: د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزې اجماع تر ټولو پراخ چوکاټ دی
(بریانیوزپنجشنبه (۱۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزو د حل او د سیمهییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره تر ټولو پراخ سیمهییز چوکاټ دی
لاوروف د یوریشیا امنیت په اړه د مېنسک په څلورم نړیوال کنفرانس کې ویلي، بهرني لوبغاړي نه شي کولای د افغانستان د ستونزې په حل کې اغېزمن رول ولوبوي او د دې هېواد د وضعیت د ښه کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده
نوموړي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته هم اشاره کړې چې تېره میاشت ترسره شوې وه او په وینا یې، په دې غونډه کې له کابله یوه لوړپوړي رسمي پلاوي هم ګډون کړی و
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سیمې د امنیتي ننګونو د حل، د افغانستان د ثبات او په ټوله یوریشیا کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره سیمهییزې همکارۍ مهمې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2030
-
اخبار افغانستان
1087
-
مقاله
829
-
سیاست
408
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl