د طالبانو محدودیتونو افغان ښځې له بېوزلۍ سره مخ کړې؛ د ښځو د کار محرومیت افغانستان ته ۹۲۰ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړولی
افغان ښځې وايي، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پر زدهکړو او کار د محدودیتونو له امله یې اقتصادي وضعیت خراب شوی او ګڼې کورنۍ یې له سختې بېوزلۍ سره مخ کړې دي.
بریانیوز- شنبه، ۱۶ عقرب ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې، د کار نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د کاري ګډون له پلوه دوهم ټیټ هېواد دی؛ دا وضعیت د ښځو له اقتصادي فعالیتونو څخه د پراخ محرومیت څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغان ښځو له کار څخه د محرومیت له امله د افغانستان اقتصادي زیان شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید ۵.۸ سلنه جوړوي.
افغان ښځې وايي، د زدهکړو او کار پر محدودیتونو سربېره، د کورنیو اقتصادي ستونزو هم د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې ورته ورځ تر بلې سختې شوې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2047
-
اخبار افغانستان
1095
-
مقاله
829
-
سیاست
408
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl