news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نيويارک:ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو په اړه د قطر له لومړي وزیر سره ګوري

نيويارک:ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو په اړه د قطر له لومړي وزیر سره ګوري

نيويارک:ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو په اړه د قطر له لومړي وزیر سره ګوري

(بریانیو دوشنبه (۱۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن  د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره وګوري. تمه ده چې دواړه مشران د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر روانو ډیپلوماټیکو هڅو او د اختلافونو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو په موخه ډیپلوماټیکې هڅې له ګڼو خنډونو سره مخ دي. قطر هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اختلافونو د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې پر شرایطو د دواړو لورو ترمنځ تفاهم رامنځته کړي

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او تمه نه لري چې په نږدې راتلونکي کې به کومه مهمه هوکړه ترلاسه شي

بلخوا، ټرمپ ویلي، که د خبرو اترو په پایله کې له ایران سره یوه پیاوړې او د منلو وړ هوکړه وشي، نو پر دغه هېواد د نویو بریدونو احتمال به ډېر کم وي

خو نوموړي خبرداری ورکړی چې که پوځي عملیات بیا پیل شي، امریکا په ایران کې د زیربناوو ځینې نور هدفونه هم په نښه کولو ته په پام کې نیولي دي

د قطر د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ د پوځي اقداماتو احتمال هم لا له منځه نه دی تللی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto