افغانستان : د اقلیمي بدلونونو د کاپ ۳۱ غونډې ته بلل شوی؛ د استازو د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې
افغانستان : د اقلیمي بدلونونو د کاپ ۳۱ غونډې ته بلل شوی؛ د استازو د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې
(بریانیو دوشنبه (۱۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د کاپ ۳۱ نړیوالې غونډې ته بلل شوې، خو تر اوسه په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
د دغې ادارې ویاند عرفانالله شرفزوی ویلي، ټاکل شوې چې د اقلیمي بدلونونو دا غونډه د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره هم ورته بلل شوې ده
د نوموړي د څرګندونو له مخې، لا څرګنده نه ده چې د اسلامي امارت استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د اسلامي امارت چارواکي د دویم ځل لپاره د څارونکو په توګه د اقلیمي بدلونونو دې نړیوالې غونډې ته بلل شوي دي. د اسلامي امارت استازو دوه کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم په ورته نړیواله غونډه کې ګډون کړی و
د شنوخونو ګازونو د خپرېدو کمول، د پاکې انرژۍ پراختیا او له اقلیمي بدلونونو څخه د اغېزمنو هېوادونو لپاره د مالي ملاتړ برابرول، د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي
بلخوا، پرون په کابل کې د «افغانستان رسنۍ او اقلیمي ډیپلوماسي؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې یوه غونډه هم جوړه شوې وه، چې د اسلامي امارت چارواکو، د رسنیو مسوولانو او خبریالانو پکې ګډون کړی و. په دې غونډه کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د رسنیو پر رول، شته فرصتونو او ننګونو خبرې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?