انګلستان : ښوونځیو کې د ګرځنده ټلیفونونو پر کارولو بشپړ بندیز لګوي
(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د انګلستان حکومت د نویو سختو مقرراتو له مخې، د ښوونځي د ورځې په اوږدو کې زدهکوونکو ته د ګرځنده ټلیفونونو پر لرلو او کارولو بشپړ بندیز لګوي
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دا نوي مقررات د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر له میاشتې عملي شي. له دې وروسته به زدهکوونکي ونه شي کولای خپل ګرځنده ټلیفونونه، حتی په خپلو بکسونو کې هم، له ځان سره ښوونځي ته یوسي
د بریتانیا د پوهنې وزیرې، لوسي پاول، ویلي چې ښوونځي باید د زدهکړې او د زدهکوونکو ترمنځ د ملګرتیا ځایونه وي، نه د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو
د حکومت په وینا، د ګرځنده ټلیفونونو زیات کارول د زدهکوونکو پام له زدهکړو اړوي او د هغوی پر ټولنیزو اړیکو هم منفي اغېز کولی شي
خو بلخوا، د ښوونځیو د مدیرانو اتحادیو د دغو مقرراتو د پلي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی خبرداری ورکړی چې د نوي بندیز عملي کول اضافي بودیجې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري او له کافي سرچینو پرته به یې پلي کول له ستونزو سره مخ شي
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په ګڼو هېوادونو کې د زدهکوونکو پر زدهکړو او ټولنیز ژوند د ګرځنده ټلیفونونو د اغېزو په اړه بحثونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2061
-
اخبار افغانستان
1106
-
مقاله
831
-
سیاست
411
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl