news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هرات : د ۹ میلیونه ډالرو په پانګونه د المونیمي ویلونو عصري کارخونه فعاله شوه

هرات :   د ۹ میلیونه ډالرو په پانګونه د المونیمي ویلونو عصري کارخونه فعاله شوه

هرات : د ۹ میلیونه ډالرو په پانګونه د المونیمي ویلونو عصري کارخونه فعاله شوه

(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

په هرات کې د لومړي ځل لپاره د «المونیم ویل فورس» په نوم د المونیمي ویلونو د تولید یوې عصري کارخونې په ۹ میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې خپل فعالیت پیل کړی دی
دغه کارخونه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د دارالانشاء رییس، عبدالمتین قلندري یې پانګه‌وال دی
د معلوماتو له مخې، دا د افغانستان لومړنۍ عصري تولیدي کارخونه ده چې د سپکو او درندو موټرو لپاره المونیمي ویلونه د نړیوالو معیارونو له مخې تولیدوي
د کارخونې د تولیدي وړتیا په اړه ویل شوي چې په ورځ کې د ۱۰۰۰ المونیمي ویلونو د جوړولو ظرفیت لري او له ۱۱ څخه تر ۲۴ انچو پورې په بېلابېلو اندازو ویلونه تولیدوي
اوسمهال په دې کارخونه کې ۶۵ هېوادوالو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د مسوولانو په وینا، د تولیدي ظرفیت او فعالیتونو په پراختیا سره به په راتلونکي کې زرګونو نورو کسانو ته هم د کار فرصتونه برابر شي
د دې کارخونې په فعالیت سره به د موټرو د پرزو د کورني تولید په برخه کې یو نوی صنعتي ګام پورته شي او د هېواد دننه به د المونیمي ویلونو د جوړولو زمینه برابره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto