د اسراییلو ولسمشر : د نوي حکومت د جوړولو دنده ګادي ایزنکوټ ته وسپارله
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر او د «یاشار» ګوند مشر ګادي ایزنکوټ ته په رسمي توګه د نوي حکومت د جوړولو دنده سپارلې ده؛ هغه پرېکړه چې د بنیامین نتنیاهو د اوږدې واکمنۍ د پای ته رسېدو احتمال یې زیات کړی دی
د اسراییلو د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د پارلمان ۱۲۰ غړو له ډلې ۶۷ استازو د حکومت د جوړولو لپاره د ایزنکوټ ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۴۶ استازو د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نوماندۍ ته ترجیح ورکړې او اوو نورو استازو د هېڅ نوماند ملاتړ نه دی کړی
ولسمشر هرتزوګ د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اتمه ایزنکوټ ته په رسمي مراسمو کې د حکومت د جوړولو واک ورکړی دی. نوموړی د قانون له مخې ۲۸ ورځې وخت لري چې د نوي حکومت لپاره ائتلاف جوړ کړي او که اړتیا وي، ولسمشر کولای شي دغه موده ۱۴ ورځې نوره هم وغځوي
که څه هم د نتنیاهو د لیکود ګوند په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند دی، خو د پارلمان د غړو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې ایزنکوټ تر هغه مخکې شوی دی
ایزنکوټ ویلي، هڅه به وکړي چې د ملي بېړني حالت یو حکومت جوړ کړي او د دې هدف لپاره به له سیاسي ډلو سره خبرې وکړي
که نوموړی په ټاکلې موده کې د پارلمان د باور رایه ترلاسه او نوی حکومت جوړ کړي، د نتنیاهو واکمني به پای ته ورسېږي؛ خو د ائتلافي خبرو بریالیتوب لا هم د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ د سیاسي اختلافونو او شرطونو له امله له ننګونو سره مخ دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?