پیټ هګست: د امریکا پوځي اکاډمۍ دې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو ناکامي په جدي توګه وڅېړي
پیټ هګست: د امریکا پوځي اکاډمۍ دې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو ناکامي په جدي توګه وڅېړي
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست د دغه هېواد پر پوځي اکاډمیو نیوکه کړې چې د امریکایي پوځ د تېرو ناکامیو، په ځانګړي ډول له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر، په سمه توګه نه څېړي
هګست ویلي، د امریکا په ځینو پوځي اکاډمیو کې استادان د پوځ د سترو ناکامیو له څېړلو ډډه کوي، ځکه د ده په وینا، دغه موضوعات سیاسي او حساس ګڼل کېږي
نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل «ګډوډ» بللي او ویلي یې دي چې د وتلو څرنګوالي د امریکا نړیوال اعتبار ته سخت زیان رسولی دی
د امریکا د جګړې وزیر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل نړیوال هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا مرګژوبله د پوځي عملیاتو، ستراتیژیکو پرېکړو او سیاسي تګلارو له جدي ناکامیو سره تړاو درلود
هګست له پوځي اکاډمیو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ د ناکامۍ لاملونه په هر اړخیز او دقیق ډول وڅېړي. د نوموړي په وینا، باید دا روښانه شي چې ولې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط وړاندوینه ونه کړای شوه او د دغه هېواد لپاره یې پوځي پلانونه ولې په څو ورځو کې له ماتې سره مخ شول
نوموړي ټینګار کړی چې د دغو پېښو څېړنه باید د امریکا د پوځي زدهکړو یوه مهمه برخه وي، څو د تېرو تجربو او تېروتنو په رڼا کې د راتلونکو پوځي پرېکړو لپاره اړین درسونه واخیستل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?