ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه ښايي ژر پای ته ورسېږي؛ اوس پوځي اقدام ته اړتیا نشته
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روانه جګړه ښايي په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي او د اوس لپاره د دغه هېواد پر وړاندې د نورو پوځي اقداماتو اړتیا نه ویني
ټرمپ خبریالانو ته ویلي، د وضعیت اوسني شرایط داسې دي چې امریکا ته اړتیا نشته د ایران پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکایي پوځ د هر ډول احتمالي بدلون پر وړاندې چمتو دی
نوموړي زیاته کړې، که وضعیت بدل شي او د پوځي اقدام اړتیا رامنځته شي، امریکایي ځواکونه به د عملیاتو ترسره کولو ته چمتو وي
بلخوا، د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، تر هغه چې واشنګټن د «اسراییل لومړی» له تګلارې لاس وانخلي، امریکا او متحدین به یې په جګړه کې ښکېل پاتې شي
قالیباف په خپلو څرګندونو کې د جګړې د دوام مسؤلیت د امریکا پر سیاستونو پورې تړلی بللی او د واشنګټن پر دریځ یې نیوکه کړې ده
د دواړو لورو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د جګړې د پای ته رسولو او د پوځي اقداماتو د بیا پیل د احتمال په اړه د امریکا او ایران ترمنځ دریځونه لا هم سره توپیر لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2055
-
اخبار افغانستان
1102
-
مقاله
830
-
سیاست
410
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl