news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې؛ امریکا هر ډول احتمالي بدلون ته چمتو ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې؛ امریکا هر ډول احتمالي بدلون ته چمتو ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې؛ امریکا هر ډول احتمالي بدلون ته چمتو ده
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره په خبرو کې ویلي چې له ایران سره جګړه پای ته نږدې شوې او د ده په وینا، اسراییل او د منځني ختیځ هېوادونه نور د ایران له ګواښونو سره مخ نه دي
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیال» کې لیکلي چې قطر، سعودي عربستان، بحرین، کویټ او متحده عربي امارات د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې د دوام او د «اوسپنې دروازې» په نوم د نوي عملیاتو ملاتړ کوي
نوموړي زیاته کړې، که په منځني ختیځ کې هر ډول پوځي یا امنیتي تحرک رامنځته شي، امریکا ورته د غبرګون ښودلو لپاره چمتو ده
د امریکا ولسمشر همداراز ادعا کړې چې د منځني ختیځ ټول هېوادونه پر دې یوه خوله دي چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي
بلخوا، د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ټرمپ او د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس سره د لیدنې په اړه ویلي چې د خبرو اترو له لارې د یوې هوکړې ترلاسه کولو او په سیمه کې د سولې ټینګښت ته ارزښت ورکوي
نوموړي ټینګار کړی چې قطر د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د کمولو او د سولې د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکولو ته ژمن دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto