کابل : ایران ته د ناقانونه تګ په هڅه کې ۱۷۸ کسان نیول شوي
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د طالبانو چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ۱۷۸ کسان هغه مهال نیولي چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ایران ته واوړي
د چارواکو په وینا، دغه کسان هڅه کوله چې له قانوني لارو د تېرېدو پر ځای د قاچاقبرانو په مرسته ایران ته ولاړ شي. د نیول شویو کسانو د هویت، د نیولو د ځای او د هغوی د اوسني وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د بېکارۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو زیاتېدو ګڼ شمېر ځوانان د کار، عاید او ښه ژوند د موندلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅو ته اړ کړي دي.
ایران د افغان کډوالو لپاره د تګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او هر کال زرګونه افغانان د کار او اقتصادي فرصتونو په لټه کې دغه هېواد ته ځي. خو یو شمېر کسان د قانوني اسنادو او رسمي لارو د نه لرلو له امله د قاچاقبرانو په مرسته پر ناقانونه لارو سفر کوي، چې د نیول کېدو، ناوړه ګټې اخیستنې او نورو خطرونو احتمال ورسره مل وي
د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو دوام د هغو عواملو له ډلې دی چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ لېوالتیا یې زیاته کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2059
-
اخبار افغانستان
1104
-
مقاله
830
-
سیاست
410
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl