news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ليکوال فهيم شاهين: افغان ملت؛ ژورې ریښې، نه ماتېدونکی هویت او روښانه راتلونکی

ليکوال فهيم شاهين: افغان ملت؛ ژورې ریښې، نه ماتېدونکی هویت او روښانه راتلونکی

ليکوال فهيم شاهين: افغان ملت؛ ژورې ریښې، نه ماتېدونکی هویت او روښانه راتلونکی

(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

دا د مرکزي آسیا د مسلمانانو هویت او د با وقاره ملت زړه او پناه ځای دی تاریخ تل د هغو ملتونو کیسې لیکي چې یا له منځه تللي، یا هم د سختو توپانونو سره سره ولاړ پاتې شوي

خو ځینې ملتونه بیا یوازې د جغرافیې په مانا نه د فکر، عقیدې او هویت په بڼه ژوندي وي افغانان هغه څراغونه او ملت دی چې که زر ځله هم وځپل شي بیا یې هم څوک مړه او له منځه وړی نه شي د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځواکونه، امپراتورۍ او سیاسي لوبغاړو هڅه کړې چې دا څراغونه مړه کړي کله د اشغال په نوم، کله د اصلاحاتو په نامه، او کله هم د داخلي اختلافاتو له لارې خو هر ځل چې چا د دې ملت د خاموشولو هڅه کړې، نتیجه یې برعکس شوې ده ځکه دا یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی دا یو ژور کلتوري، مذهبي او تاریخي هویت دی دا حقیقت باید ومنل شي چې د یو ملت ځواک یوازې په وسلو، اقتصاد یا سیاسي نظام کې نه وي بلکې د هغه په هویت کې وي. کله چې یو ملت خپل هویت درک کړي، خپل تاریخ وپېژني او په خپلو ارزښتونو ودرېږي، نو بیا هېڅ بهرنی یا داخلي قوت یې نه شي ماتولی همدا لامل دی چې دا څراغونه، سره له دې چې ډېر ځله د مړه کېدو تر پولې رسول شوي خو بیا هم روښانه پاتې دي یو تریخ واقعیت دادی چې داخلي خیانتونو، اختلافاتو، شخصي ګټو او د قدرت تندې بهرني دوښمن ته زمینه برابره کړې، خو زمونږ ژورو او قوي ریښو ددې بحرانونو مخه ډب کړی د افغان ملت بقا یوازې تصادفي نه ده یو الهي تقدیر هم ورسره تړلی دی تاریخ کې ډېر داسې مثالونه شته چې یو ملت د بشپړ نابودۍ تر پولې رسېدلی، خو بیا هم د قوي ریښو په درلودلو سره ژغورل شوی دی دا یو ښکاره پیغام دی چې افغان ارزښتونه، عقاید او ملت د دوام لپاره ځانګړی تعریف لري مرکزي آسیا چې د تمدنونو څلورلارې پاتې شوې د مسلمانانو لپاره یو جغرافیایي موقعیت نه دی،دا د هویت، تاریخ او مقاومت سمبول دی دا سیمه د علم، جهاد، کلتور او سیاست مرکز پاتې شوې له همدې امله دا د هغو خلکو لپاره پناه ځای ګڼل کېږي چې غواړي خپل دیني، کلتوري او تاریخي هویت وساتي خو مهمه خبره داده چې یوازې تاریخي ویاړ بسنه نه کوي، ددې څراغ د روښانه ساتلو لپاره باید داخلي اختلافات له منځه لاړل شي،تعلیم او فکري بیدارۍ ته لومړیتوب ورکړل شي،د احساساتي شعارونو په ځای عملي تګلارې غوره کړی شي او تر ټولو مهم د اسلام د مبارک دین او افغاني هویت یو ښکلی تصویر وړاندې کړی شي .نننۍ نړۍ د فکر، اقتصاد او ټکنالوژۍ نړۍ ده .مونږ باید تېر یادګار پاتې نه شو، بلکې یو روښانه راتلونکی هم ولرو نو د وطن او ملت د څراغونو د روښانه ساتلو لپاره ضروري ده چې د نړۍ سره ځانونه، د اسلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د علم، سیاست، اقتصاد او په نوي عصري تکنالوژۍ ځانونه سمبال او سیال کړو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto