زیتون : سږ کال به په ننګرهار کې ۱۶۵ زره لیټره زیتون تېل تولید شي
(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، ټاکل شوې چې سږ کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورو فارمونو کې د زیتون له حاصلاتو څخه شاوخوا ۱۶۵ زره لیټره زیتون تېل او ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید شي
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د زیتون په بڼونو کې د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لامل د باغونو ښه مدیریت، مناسبه ساتنه او د کرنیزو تخنیکي فعالیتونو پلي کول دي
سرچینې زیاته کړې چې د دغو هڅو په پایله کې به د زیتون د پروسس بهیر لا پراخ شي او د تولیداتو کچه به هم لوړه شي
د زیتون د تولیداتو زیاتوالی کولی شي د هېواد د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو او د کورنیو تولیداتو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي
د چارواکو په وینا، د کرنیزو تولیداتو پراختیا او د کورنیو محصولاتو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2063
-
اخبار افغانستان
1107
-
مقاله
832
-
سیاست
412
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl