news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پوهنې وزارت: د یونیسف او یونسکو راپور د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي

پوهنې وزارت: د یونیسف او یونسکو راپور د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي

پوهنې وزارت: د یونیسف او یونسکو راپور د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي

(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان د پوهنې وزارت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو د زده‌کړو، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د وروستي ګډ راپور په غبرګون کې ویلي چې په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې د افغانستان د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي
یونیسف او یونسکو د نومبر په څلورمه په خپل ګډ راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي. په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي
د دغو نړیوالو بنسټونو په راپور کې د زده‌کړو ټیټ کیفیت، د ښوونکو کمښت او په ښوونیز نظام کې د پانګونې کموالی د افغانستان د پوهنې له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي
خو د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې دا مهال په هېواد کې له ۱۸ زرو ډېر دولتي او خصوصي ښوونځي، زرګونه دیني مدرسې او نور ښوونیز مرکزونه فعالیت لري
وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د ښوونیز وضعیت د دقیقې ارزونې لپاره باید د پوهنې وزارت رسمي شمېرې او معلومات هم په پام کې ونیول شي
د پوهنې وزارت او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ښوونیز وضعیت د شمېرو په اړه دا اختلاف په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان لا هم د زده‌کړو د پراختیا او د ټولو ماشومانو زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto