مارکو روبیو: پر ایران د پراخو پوځي بریدونو بیا پیل ته اړتیا نه وینو
(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې واشنګټن پر ایران د پراخو پوځي بریدونو بیا پیل ته اړتیا نه ویني، ځکه د امریکا اقتصادي بندیزونو پر ایران اغېز کړی دی
روبیو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته وویل چې پر ایران اوسنی اقتصادي فشار دومره سخت دی چې پراخو پوځي عملیاتو ته اړتیا نه لیدل کېږي
هغه زیاته کړه: «دا هغه پیغام دی چې نن مې دلته خپلو متحدینو ته ورساوه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران له خوا د احتمالي هوکړې لپاره وړاندې شوي شرطونه یو ځل بیا «مسخره» وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن یوې رښتینې هوکړې» ته چمتو دی
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، هم ویلي وو چې پر ایران د پوځي بریدونو بیا پیل «ډېر ناشونی او غیر ضروري» دی
د روبیو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچونه دوام لري او دواړه لوري د احتمالي خبرو او یوې هوکړې لپاره د خپلو دریځونو پر سر اختلاف لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2062
-
اخبار افغانستان
1107
-
مقاله
831
-
سیاست
411
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl