news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د عامې روغتیا وزارت : په هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر له شپږ میلیونو اوښتی

د عامې روغتیا وزارت : په هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر له شپږ میلیونو اوښتی

د عامې روغتیا وزارت : په هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر له شپږ میلیونو اوښتی

(بریانیو پنجشنبه (۲۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د ژمي موسم له رانږدې کېدو او د هوا له بدلون سره، تنفسي ناروغۍ په افغانستان کې پر یوې مهمې روغتیايي اندېښنې بدلې شوې دي
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له شپږ میلیونو ډېر کسان د تنفسي ناروغیو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده
د دغو ناروغانو د پام وړ برخه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان جوړوي، چې د موسمي ناروغیو پر وړاندې ډېر زیان‌من بلل کېږي
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت‌زمان امرخېل، ویلي: «نږدې شپږ میلیونه ناروغانو موږ ته مراجعه کړې، چې ماشومان او لویان دواړه پکې شامل دي او روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې شوي دي
هغه زیاته کړې چې د تنفسي ناروغیو له امله د مړینې په شمېرو کې مثبت بدلون راغلی او د تېر په پرتله د مړینې کچه راټیټه شوې ده
د هوا په سړېدو سره د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو احتمال هم شته، له همدې امله روغتیايي چارواکي پر خلکو ټینګار کوي چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره لازمې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto